په بغلان کې د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ مسوولین وايي، چې هره ورځ سل ټنه د ډبرو سکاره د بغلان د نوي کشف شوي کان شورابک، دودکش، آهن درې او خورد درې له کانونو څخه په فني توګه د لسګونه رسمي انجنیرانو او لسګونه نورو اجیرو کارکوونکو له لوري استخراج کېږي. د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ ریس عبدالله حامد وايي هر ورځ د شورابک له نوي کشف شوي کان څخه ۴۰ ټنه سکاره، د دودکش له کان څخه هم ۴۰ ټنه سکاره او د آهن درې او خورد درې له کان څخه شل ټنه سکاره استخراج کیږي چې د یادو درې واړو کانونو ورځنی استخراج ۱۰۰ ټنو ته رسېږي. مسوولین وايي، چې په شورابک کان کې هم تر مخکې وخت اوس د استخراج کچه لوړه شوې او دغه راز په کرکر کان کې د واګونونو لپاره نوي خطونه جوړ شوي څو استخراج په فني، معیاري او اساسي ډول سره ترسره شي.
































