پاکستاني چارواکي وايي، د نومبر له پیله د ډسمبر تر یوولسمې نېټې یې ټولټال ۴ لکه ۳۴ زره ۸۴۲ تنه بې اسناده افغانان له پاکستانه اېستي دي. تر دې وړاندې ځینو پاکستاني چارواکو ویلي وو، چې د نومبر له پیله له دغه هېواده ۴ لکه ۸۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. له بلې خوا د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمان راشد د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ له استازي لیونارډ زولو سره په کتنه کې ویلي، چې پاکستان د افغان کډوالو په اړه پر خپلو پخوانیو موافقو ژمن نه دی پاتې شوی. ده وویل، پاکستان باید د افغان کډوالو ځورول ودروي. د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ استازي وویل، چې له پاکستاني چارواکو سره یې د افغان کډوالو د اېستلو، د هغوی د شتمنیو د ضبطولو او نورو حقونو په اړه خبرې کړي او ورڅخه یې غوښتي، چې له دې ډول زیاتیو لاس په سر شي. پاکستاني رسنیو د خپل هېواد د اړوندو چارواکو په قوله نن راپور ورکړ، پرون ۱۸۱۱ افغانان چې ۴۵۴ یې نارینه، ۴۱۲ ښځې او ۹۴۵ یې ماشومان وو، افغانستان ته ستانه شول.
































