د پاکستان مرکزي بانک وايي، د سږني مالي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې یې د پروسږ کال په پرتله افغانستان ته صادرات ۲.۶۵ سلنه زیات شوي دي. د یاد بانک راپور کې راغلي چې د جولای او اکتوبر میاشتو په موده کې یې افغانستان ته صادرات ۱۸۰.۶۸۶ میلیونه ډالر وو چې په تېر مالي کال کې صادرات ۱۷۶.۰۱۹ میلیون ډالر ریکارډ شوي وو. خو بل پلو له افغانستان څخه بیا واردات ۸۱.۳۰ سلنه کم شوي دي. له افغانستان څخه پاکستان ته وچې او تازه مېوې او له دې سربېره د ډبرو سکاره صادرېږي خو د ډبرو سکرو صادرول هم په لویه پیمانه کم شوي دي. په افغانستان کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې پخواني مشر خان جان الکوزي وايي، د دې علاوه، سیمنټ، پلاسټیک، د نارینه وو رختونه او درمل له پاکستان څخه افغنستان ته واردیږي. نوموړی زیاتوي چې افغانستان اوس د خپل تجارت لپاره متبادلې لارې موندلې دي.
































