د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې دفتر په خپل تازه راپور کې ویلي، چې افغانستان کې د کوکنارو کښت له کمښت وروسته اوس میانمار د کوکنارو تر ټولو ستر تولیدونکی هېواد دی. په راپور کې راغلي، چې میانمار کې د کوکنارو په کښت کې ۱۸ سلنه زیاتوالی راغلی او اوس د دغه هېواد په ۴۷ زره او ۱۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل کیږي.
































