د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر وايي پاکستان کې د افغان کډوالو د پانګو د لیږد لپاره یې کمېسیون جوړ کړی. نوموړی وايي، دغه کمېسیون به د افغان کډوالو ټولې هغه پانګې افغانستان ته راولېږدوي، چې له دوی څخه هلته پاتې شوې دي. د کډوالو چارو سرپرست وزیر ټینګار لري چې دوی به له پاکستانه د افغان کډوالو د پانګو د لېږد لپاره ژر تر ژره لاس په کار شي. نوموړي له ملي ټلویزیون سره د مرکې پر مهال د ستنو شویو سوداګرو لپاره د یو لړ امتیازاتو د ورکولو یادونه هم کړې او زیاته کړې یې ده چې له پاکستانه د خپلو پانګو لېږدونکي افغانان کولی شي له مالیې پرته خپل مالونه او کارخانې هېواد ته ولېږدوي او دلته د اړتیا وړ ځمکه د خپلو صنعتي فابریکو او نورو سوداګریزو فعالیتونو لپاره تر لاسه کړي.
































