د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د کانونو په برخه کې پانګونې ته د بهرنیو پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې ده. د کانونو وزارت ویاند وايي، د سرپرست حکومت له بیا واکمنۍ راهیسې ترکمنستان، ایران، ترکیې، چین، بریتانیا او قطر د سرو زرو، سرب، جست او اوسپنې په کانونو کې اووه میلیارده ډالره پانګونه کړې ده. له دې سره سم د کانونو او صنایعو خونه بیا په بېلابېلو برخو کې د بهرنیو پانګوالو لېوالتیا مهمه بولي او د هغوی لپاره د اسانتیاوو په برابرولو ټینګار کوي. د سرپرست حکومت لوړ پوړو چارواکو په افغانستان کې د امنیت پر ټینګښت په ټینګار سره پر کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو غږ کړی، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
































