د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د ۶،۶ میلیونو افغانیو په لګښت د ۱۳ کیلو متره سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې. د کندهار ولایتي چارواکي وايي، چې دغه سړک د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې او د یونپس موسسې په مالي ملاتړ په شاهولیکوټ ولسوالۍ کې جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل شو. د کندهار د کلیو او بیارغونې ریاست وايي، چې یاد سړک د کندهار ـ اروزګان پر لویه لاره فرعي سړک دی چي د سرخ بید سیمې څخه پيل بیا تر سپینې کلا او کاکړانو سیمې پورې غځېدلی دی.
































