د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په بادغیس ولایت کې د څه باندې ٣٢ میلیونه افغانیو په لګښت د ۹ چکډیمونو د جوړېدو خبر ورکړی چې د ۴ چکډيمونو د رغولو چارې يې نن پيل شوې. د بادغیس ولایتي چارواکي وايي، چې په دې پروژه کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته هم د کار زمینه برابره شي.
































