د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې له پاکستانه ۱۲۰۰ افغان کډوال را ایستل شوي دي. دغه وزارت همدارنګه ویلي چې دغه کسان د لیندۍ پر ۲۱مه د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه کړل شوي او له دغو کسانو سره مرستې هم شوې دي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت زیاتوي چې په همدې موده کې له ایرانه هم کابو زر تنه افغانان په داوطلبانه توګه هېواد ته راستانه شوي دي.
































