د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر د ایران د سورنا سپهر پارسیان شرکت له رییس مسعود آزاد بخت سره کتلي دي. په دې کتنه کې د ایران د سورنا سپهر پانګونې لېوالتیا ښودلې او د کرنې په سکټور کې یې د پانګونې د پلان په اړه خبرې کړې او په دې برخه کې یې د کرنې وزارت د همکارۍ غوښتنه کړې ده. ورته مهال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر ایراني سوداګرو ته د لازمو همکاریو ډاډ ورکړی او اړوندو مسوولینو ته یې د اسانتیاوو د برابرولو په پار لازمې سپارښتنې کړې دي. د ایران د سورنا سپهر پارسیان شرکت په ایران کې د کورنیو او بهرنیو نندارتونونو د ترسره کولو په برخه کې فعالیت کوي، چې د ياد شرکت د مشر په خبره، دوى به په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې د کرنيزو توکو يو نندارتون هم جوړ کړي.
































