د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره لیدلي دي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران د وروستیو اقتصادي دوه اړخیزو پرمختګونو، په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو او د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي همکاریو په اړه مفصل بحث شوی دی.
































