په هلمند کې ځايي سرچینې وایي چې چورلکه په کجکي ولسوالۍ کې په هاوان ویشتل شوې. عیني شاهدان وایي چې چورلکه تر لګېدو وروسته لوېدلې ده خو د اوښتو زیانونو او تلفاتو په اړه یې معلومات نشته دي. بلخوا د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي چې چورلکه لوېدلې نه ده، بلکې بېړنۍ ناسته یې کړې ده، خو لامل یې نه دی روښانه شوی. بلک هاک مهمې امریکايي چورلکې دي چې افغان ځواکونو ته ورکړل شوې دي او په جګړه ییزو ماموریتونو ګې ګټه ترې اخیستل کېږي.
































