د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ د خپلو سفرونو په ترڅ کې سعودي عربستان ته رسېدلی دی. نوموړي په دغه هیواد کې د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر، وليد الخريجي، د متحده ایالاتو لپاره د سعودي عربستان له پخواني سفیر، ترکی بن فیصل ال سعود، د شهزاد سلمان بنسټ له مشرتابه او ګڼو نورو چارواکو سره په لیدنه کې د ګډ امنیت د همغږۍ، بشري حقونو او په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه خبرې کړې دي. توماس ویسټ چې د ډیسمبر په ۵ مه د سیمې د هېوادونو په سفر وتلی دی تر اوسه یې د افغانستان په تړاو له پاکستاني، قطري، اماراتي او سعودي چارواکو سره کتلي دي. ټاکل شوې ده چې سبا جمعه بېرته امریکا ته ستون شي.
































