د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د دغه ولایت اړوند په ارګون ولسوالۍ کې یو پخوانی دولتي بڼ بیا رغوي. د یاد ریاست د معلوماتو له مخې دا دولتي بڼ د ارګون ولسوالۍ په زامې کلي کې دی. د چارواکو په خبره د دوی یوه پلاوي له دې بڼ څخه لېدنه کړې او هڅه کوي، چې د بیا رغونې چارې یې پیل کړي او بیرته یې په پخوانی بڼه ورغوي. د ارګون ولسوالۍ د زامې دولتي بڼ د ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال د جرمنیانو له خوا په ۳۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوی، چې یوه خونه او دوه حوضونه یې درلودل، خو په دې وروستو کې د نه پاملرنې له امله ډېر زیات خراب شوی دی.
































