د پروان ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د مالوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د ممیزو د پروسس او بسته بندۍ یوې کارخونې په نږدې یوه میاشت کې روسیې ته ۶۰ ټنه ممیز صادر کړي دي. دغه کارخونه چې د پروان ولایت چاریکارو ښار کې موقعیت لري، په ورځني ډول د شاوخوا څلور ټنه ممیزو د پروسس او بسته بندۍ وړتیا لري. د یادې کارخونې مسوولین وایي دوی د ۱۰۰ تنو په شاوخوا کې د سیمې اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره کړې ده او زیاتوي چې په نږدې راتلونکې کې پلان لرو د کار کوونکو شمېر تردې نور هم زیات کړو.
































