د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د شل اوریزو لوبو په تازه درجه بندۍ کې راشد خان د لسو غوره توپ اچوونکو په ډله کې لومړی مقام ګټلی دی. تر ده وروسته هندی توپ اچوونکی راوی بشنوی دویم مقام؛ خو دوه نور افغان توپ اچوونکي فضل الحق فاروقي او مجیب الرحمن په اووم او اتم مقام راغلي دي. د توپ وهونکو په ډله کې بیا هندي لوبغاړی سوریا کومار لومړی، پاکستانی محمد رضوان دویم او د سوت افریقا لوبغاړي ایدن مارکرام درېیم مقام خپل کړی دی. بل پلو بیا د الراونډرانو په ډله کې محمد نبي درېیم مقام ته راغلی.
































