د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې موسسې له رییس ارشد ملک سره په کتنه کې، د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ ټینګار کړی دی. د خوړو او درملو ملي ادارې د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې موسسې رییس د هېواد په بېلابېلو برخو کې د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې دغه موسسه د تعلیم او روغتیا په برخه کې ډېر فعالیت لري. د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست هم په خپلو خبرو کې، د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې ټولې موسسې چې په روغتیايي برخه کې فعالیت کوي او له هېواده بهر درمل واردوي؛ د درملو کورنیو تولیداتو ته د لومړیتوب ورکولو ترڅنګ؛ باید د درملو داخلي مارکېټونو وړتیا هم په پام کې ونیسي.
































