د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د یوې میاشتې په کمه موده کې روسیې ته د ۶۰ ټنه ممیزو د صادرولو خبر ورکړی دی. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ د حاجي علیجان د ممیزو پروسس او بسته بندۍ فابریکه هره ورځ د هېواد په کچه شاوخوا شپږ ټنه ممیز پروسس او بسته بندي کوي او د یوې میاشتې په کمه موده کې يې ۶۰ ټنه ممیز روسیې ته صادر کړي دي. د یادې فابریکې مسوول علیجان ویلي، چې اوس له کومې ننګونې سره مخ نه دي؛ خو هڅه کوي چې دغې فابریکې ته لا زیات کارکوونکي جذب کړي. د ممیزو پروسس او بسته بندۍ یاده فابریکه د پروان په مرکز چاریکارو ښار کې موقعیت لري چې پکې د دغه ولایت ۱۰۰ اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
































