د کندهار د کانونو او پټرولیم ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ترکي پانګوال د کندهار مرمرو کان پروسس برخه کې پانګونه کوي. خبرپاڼې ویلي، چې یادو پانګوالو د دغه ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د “در نور” سیمې د مرمرو ډبرو له کاني سیمو او کېندنې له بهیر څخه لیدنه هم کړې ده.
































