د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت په هرات ولايت کې د ۶۰ ميليونه افغانيو په لګښت د باران اوبو د مهارولو په موخه د اوبو د ۱۹ کوچنيو بندونو د جوړولو خبر ورکړی دی. ياد بندونه د هرات په ۱۹ بېلابېلو ولسواليو کې جوړېږي، چې له ډلې څخه يې د ۷ هغو د جوړولو چارې پرون د دغه وزارت د سرپرست له لوري د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوې. د دې بندونو د جوړولو په لړ کې د سیمې سلګونه اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شوې او په جوړیدو سره به يې د نوموړو ولسوالیو د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې د اوبو کچه خوندي وساتل شي.
































