د برېښنا شرکت پلاوي اوزبکستان ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۲۴ میلادي کال لپاره د وارداتي برېښنا تړون تمدید کړ. د برېښنا شرکت وایي، چې د دې شرکت اجرایوي رییس د اوزبکستان له برېښنا وزیر میرزا محمدوف جورابیک سره لیدنه کې یاد تړون لاسلیک کړی او د برېښنا کچې زیاتوالي، د برېښنا تعرفې ټیټولو، د یاد شرکت تخنیکي کارکوونکو ته د وېزې ستونزو د حل غوښتنه یې کړې ده. افغان لوري، د ازبکستان د انرژۍ وزیر ته د برېښنا تخنیکي ستونزې په اړه ویلي، چې افغانستان کې د برېښنا کمښت له امله خلکو، صنعتي، تجارتي او دولتي تاسیساتو ته برېښنا بسنه نه کوي، چې له دې امله ګڼې ستونزې رامنځته شوي دي، چې باید پر وخت حل او د برېښنا مقدار کي زیاتوالی راشي. د ازبکستان د برېښنا وزیر ویلي، چې په دې هېواد کې د برېښنا تخنیکي ستونزې له امله پرچاوۍ تطبیق کیږي او د دریېو دستګاوو تخنیکي ستونزو پر حل چټک کار روان دی. نوموړي ډاډ ورکړی چې د یادو دستګاوو په بشپړېدو سره به افغانستان ته برېښنا ورکړل شي.
































