د کورنیو تولیداتو د معرفي او ملاتړ په موخه په کابل کې درې ورځنی دویم ملي نندارتون جوړ شوی. د دغه نندارتون سمبالوونکي وايي، چې په دې نندارتون کې سوداګرو په ۲۵۰ غرفو کې خپل تولیدات نندارې ته ایښي دي، چې له ډلې یې ۱۰۰ غرفې د ښځو لپاره ځانګړې شوې دي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال په دغه نندارتون کې ویلي، چې له کورنیو تولیداتو ملاتړ کوي. د نوموړي په وینا د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل ګټور دي.
































