ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د روانې جګړې له امله د ملکي وګړو مرګ ژوبله د جدي اندېښنې وړ ده. په کابل کې ددغه سازمان د مرستندویه دفتر یا یونما له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۴۵۸ ملکیانو ته د جګړو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده. ملګري ملتونه وايي چې د مرګ ژوبلې لوړه سلنه د طالبانو د بریدونو له امله اوښتې ده. د سرچینې په خبره په جګړو کې ۱۲۸۲ ملکیان وژل شوي او ۲۱۷۶ ملکیان ټپیان دي. ملګرو ملتونو پر ښکېلو لورو غږ کړی چې ژر تر ژره جګړه ودروي او د سولې لپاره اقدامات وکړي. د سرچینې په خبره افغان جګړه د ملکیانو لپاره د نړۍ په کچه تر ټولو خونړۍ جګړه ده او د سولې د خبرو پر مهال رامنځ ته شوی تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی. یونما پر رسنیو او نورو اړخونو هم غږ کړی چې پر ښکېلو لورو دې د سولې لپاره فشار راولي او د اوربند د تامین لپاره باید هڅه وشي.
































