د کندوز برېښنا ریاست له لوري په تېرو دوو کلونو کې د صنعت پراختیا لپاره د بېلابېلو ظرفیتونو لرونکي ۱۸ ترانسفرمرونه نصب کړي دي. د یاد ریاست له لوري د ورکړل شویو معلوماتو له مخې؛ د یادو ترانسفرمرونو ټولیز ظرفیت نږدې درې زره کېلوولټ امپیر کېږي چې ټولو کې د تولیدي توکو، فارمونو، کرنیزو او صنعتي محصولاتو پروسس فابرېکو، معدني اوبو او کرنیزو ځمکو لپاره ترې په ولسوالیو کې کار اخېستل کېږي.په دغو ترانسفرمرونو څه باندې ۲۴ میلیونه او ۹۰۹ زره افغانۍ لګښت راغلی دی.
































