د عامې روغتیا وزارت چارواکو يو ځل بيا په هېواد کې په بشپړ ډول د پوليو ناروغۍ د له منځه وړلو په موخه د هڅو خبر ورکړی دی. د دغه وزارت سرپرست د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز له مسوولینو سره په همدې موخه ناسته ترسره کړې ده. په دې ناسته کې د پولیو د له منځه وړلو پر بنسټیزو ستراتېژیو او پلانونو بحث او خبرې شوې دي. د عامې روغتیا سرپرست وزیر په دغه ناسته کې ډاډ ورکړی، چې هڅه کوي؛ ترڅو د نړیوالو شریکانو په ملتیا د پولیو ناروغي په ټول هېواد کې هر څومره چې ژر ممکنه وي، له منځه یوسي.
































