د فرانسې سمندري ځواکونو ویلي، یوه کښتۍ چې له ۶۰ ډېر کډوال په کې سپاره وو او بریتانیا ته یې د اوښتو هڅه کوله، تېره شپه د فرانسې په کانال کې ډوبه شوې، لږ تر لږه یو کس پکې مړ شوی او د یو بل وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی. د چارواکو په وینا، د پېښې له ځای څخه ۶۶ کسان ژغورل شوي او یوازې یو مړی او یو کس په بې هوښه حالت کې د هلیکوپتر په واسطه د کالې روغتون ته وړل شوی دی. د ژغورنې عملې د کډوالو کښتۍ په داسې حال کې موندلې چې له ټیوب څخه یې هوا وتلې وه، او زیاتره سپرلۍ یې اوبو ته لوېدلي وو. د پیښې په ځای کې موندل شوي ټول کسان کالې ته لیږدول شوي دي.
































