په وروستیو ورځو کې په کابل ښار کې د برېښنا د پرچاوۍ د زیاتوالي په اړه شکایتونه ډېر شوي دي. د کابل یو شمېر اوسېدونکي د سرپرست حکومت له چارواکو غواړي، چې د برېښنا د تولید پر کورنیو سرچینو پانګونه وکړي. دوی وايي، چې د برېښنا پرچاویو له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. بلخوا د کانونو او صنایعو خونه هم وايي، په پلازمېنه کې صنعتي فابریکې د برېښنا د پرچاوۍ د زیاتېدو له امله له ننګونو سره مخ دي. په همدې حال کې د برېښنا شرکت رییس د ازبکستان د برېښنا له وزیر سره په کتنه کې، په افغانستان کې د برېښنا کمښت ته په اشارې سره د وارداتي برېښنا د اندازې پر زیاتوالي، او د تعرفو پر کمېدو او د برېښنا شرکت د تخنیکي کار کوونکو لپاره د ویزو د اسانتیا پر برابرېدو ټینګار کړی دی.
































