د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي، چې د روان کال له پيل څخه تر اوسه یې د هېواد په کچه څه باندې ۵۰ زره جریبه ځمکه خصوصي سکټور ته د پانګونې لپاره ورکړې ده. د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین دغه راز زیاتوي، دوی هڅه کوي، چې په هېواد کې د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې خصوصي سکټور ته نوره وده ورکړي. د خصوصي سکټور غړي وايي، چې که د کرنې وزارت ملاتړ همداسې دوام وکړي، نو له دې سره به هېواد کې د کرنې په سکټور کې پانګونه نوره هم پراخه شي.
































