کورنیو چارو وزارت وایي د امنیتي میثاق برنامه بریالی وه او دوی بریالي شوي چې لسګونه مجرمین د خلکو په همکارۍ ونیسي. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې د امنیتي میثاق برنامې په لړ کې یې د مافیايي او جرمي بانډونو د مشرانو په شمول ۱۲۷ مجرمین نیولي دي. د نوموړي په خبره همدا راز په کابل کې په دېرشو بېلو عملیاتو کې د نشه يي توکو ۹۰ قاچاق کوونکي چې ۱۸ یې په لویو قاچاق کوونکو کې راځي نیول شوي دي. همدا راز ۴۳۲ داسې کسان په کابل کې نیول شوي چې په لارو، کوڅو او بازارونو کې یې د خلکو په ځورونه لاس پورې کاوه. کورنیو چارو وزارت وايي شپږ سیار ټیمونه یې چې په الکترونیکي وسایلو او معلوماتو سمبال دي د کابل په بېلو برخو کې ځای پر ځای کړي او دوی به د مجرمینو په نیولو کې مرسته کوي. کورنیو چارو وزارت دا پروګرام بریالی بولي او له خلکو غواړي چې له حکومت سره خپلې همکارۍ لا ډېرې کړي.
































