د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د ننګرهار ولایت د کډوالو ریاست له پاکستانه د لېندۍ په ۲۳مه او ۲۴مه د ۶۶۸ کډوالو له ستنېدو خبر ورکړی. په ننګرهار کې د تورخم د سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۱۲۷ کورنۍ چې ټولټال ۶۶۸ کسان کېږي په جبري توګه له پاکستانه ستانه کړل شوي او له پېژندنې وروسته اړمن کسان یې د مرستو ترلاسه کولو لپاره د کډوالو نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته ورپېژندلي دي. ورته مهال پاکستانۍ رسنیو هم راپور ورکړی، چې د رسمي شمېرو له مخې تېره ورځ ۱۸۵۴ افغانان خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي او لاهم د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په منظمه توګه روانه ده.
































