د ننګرهار د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي چې شاوخوا شپږ کاله وړاندې د جګړو له امله بې ځايه شوي وو، د مرستې غوښتنه کوي. دغه اوسېدونکي چې شمېر يې تر ۲۵۰ کورنيو پورې رسېږي او په غازي امان الله خان ښارګوټي کې په نيمه جوړو کورونو او سوداګريزو مارکېټونو کې ژوند کوي، وايي چې کورونه يې د تېرو جګړو له امله ويجاړ شوي او تر اوسه يې هېڅ دولتي او نادولتي موسسې ورته پاملرنه نه ده کړې.
































