د افغانستان په چارو کې د چين ځانګړي استازي یو شیایونګ د تاجکستان د بهرنيو چارو له مرستيال او د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزارت له ستر سلاکار سره د جلا جلا خبرو اترو خبر ورکړی دی. یو شیایونګ نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال فرهاد سلیم سره یې لیدلي او له افغانستان سره یې د اړیکو او مرستې لپاره د بیجینګ او دوشنبې د ګډو هڅو په اړه خبرې کړې دي. د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي زیاته کړې چې، ده او د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو د وزارت لوړپوړي سلاکار سلیم الذابي هم د افغانستان په اړه پراخه نظرونه تبادله کړي دي.
































