د عامې روغتیا سرپرست وزیر د یو پلاوي په مشرۍ مالیزیا ته لاړ. عامې روغتیا وزارت وايي، چې سرپرست وزیر به په دې سفر کې د مالیزیا له لوړ پوړو چارواکو د نړیوالو روغتیايي ادارو او د ځينو هېوادونو له استازو سره لیدنې وکړي. د یاد سفر موخه هېواد کې د روغتیا په برخه کې د نړیوالو همکاري، د ساري ناروغيو پر وړاندې مبارزه او د هېواد د روغتیايي خدمتونو معیاري کول دي.
































