د هند د بهرنیو چارو وزیر، جي شنکر ویلي، چې د افغانستان له خلکو سره د هند چلند د تاریخي اړیکو او دوستۍ پر بنسټ ولاړې دي؛ خو د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو کې د نوي ډیلي دریځ د نړۍوالې ټولنې له ردیځ سره تړلی دی. دې هندو ورځپاڼې لیکلي چې شنکر د هند پارلمان ته په وینا کې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې پر نه کارونې هم ټینګار کړی دی.
































