د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست نیمروز ولایت ته د سفر پر مهال ویلي، چې د بهرنیو مرستو په بندېدو سره په ټول هېواد کې د څه باندې ۷۵۰۰ پروژو چارې نیمګړې پاتې دي. د هغه په خبره د یادو پروژو چارې د تېر حکومت پرمهال پيل شوې وې او بودجه یې هم د بهرنیو هېوادونو له لوري ورکول کېدې. د نوموړي په خبره د دغو پروژو د چارو د پيل لپاره زیاتې بودجې ته اړتیا ده. د کلیو او پراختیا وزارت سرپرست ویلي، چې دامهال په ټول هېواد کې د پرمختیايي پروژو چارې د کورنۍ بودجې پر مټ روانې دي.
































