د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش د کډوالۍ په نړۍوال فورم کې ویلي، چي یواځې سږکال په نړۍ کې ۱۱۴ میلیونه خلک بې کوره شوي چې ۳۶ میلیونو یې خپل هېوادونه پرېښي دي. ګوترېش ویلي چې د کډوالو ملاتړ او خوندیتوب د ټول بشریت ګډ مسوولیت دی. هغه پر هېوادونو غږ کړی چې یوه پیاوړې سیاسي اراده رامنځته کړي ترڅو یې په مرسته جګړې پای ته ورسیږي او نور خلک کډوالۍ ته مخه نه کړي.
































