د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې د لیبیا په ساحل کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې چې لږ تر لږه ۶۱ تنه پکې مړه شوي او ۲۵ نور ژوندي ژغورل شوي دي. د لیبیا لپاره د آی او ایم دفتر په اعلامیې کې ویل شوي چې په سمندر کې د څپو لوړوالي له کبله دا کښتۍ چې ۸۶ تنه پکې سپاره و، چپه شوې ده. په اعلامیې کې د ژوندي ژغورل شویو کډوالو له قوله ویل شوي چې دا کښتۍ د لیبیا په شمال لویدیځ ساحل کې ډوبه شوې. د کډوالو دې نړیوالې ادارې ویلي چې ډیری ډوب شوي میرمنې او ماشومان و چې د نایجریا، ګامبیا او نورو افریقایي هیوادونو اتباع و.
































