د فاریاب ولایتي چارواکي وايي، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او دیونپس موسسې په مالي مرسته د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۶ پراختیايي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په یادو پروژو کې د سړکونو ترمیم او جغل اچول، د محافظوي دیوالونو جوړول، د اوبو د کانالونو پاکول او جوړول شامل دي. په دغو پروژو کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.
































