لسګونو ځوانانو کابل ښار کې د یو لاریون په ترڅ کې له حکومت او طالبانو وغوښتل، څو د اختر په شپو کې اوربند اعلان کړي او ژر دې بین الافغاني خبرې پیل کړي. دوی دغه راز وویل چې سوله د افغان ولس غوښتنه ده او د جګړې ښکېل لوري باید ورته لبیک ووايي. یادو ځوانانو چې (جګړه بس ده موږ سوله غواړو) تر سرلیک لاندې یې شعارونه لیږدول له حکومت او طالبانو وغوښتل چې نمایشي مذاکرات دې پریږدې او په عملي توګه دې مخامخ خبرو ته حاضر شي. دا په داسې حال کې ده چې حکومت او طالبان یو بل د سولې په لاره کې د خنډونو په جوړلو تورنوي. د یوه بل خبل خبر له مخې د خوست ولایت يو شمېر اوسېدونکو د یوه سوله ییز لاریون پرمهال له حکومت او وسلوالو طالبانو وغوښتل چې بین الافغاني خبرو ته د لار هواره کړي.
































