افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ دفتر یا اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي، چې تر دې دمه یې د هرات زلزلو نږدې ۲۶۷ زره اغېزمنو ته بېلابېلې مرستې رسولي دي. اوچا ویلي چې هرات کې یې پر اړمنو د ۵.۱ میلیونه ډالرو په ارزښت نغدي مرستې وېشلي او څه باندې ۲۱ زره کورنیو غیر خوراکي مرستې ترلاسه کړي دي. دغه دفتر ویلي چې ښځو او ماشومانو ته یې هم ځانګړې مرستې رسولي دي.
































