طالبانو په تازه اعلامیه کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د یوناما وروستی راپور رد کړی او هغه یې بې اساسه بللی دی. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد راپور د امنیتي ارګانونو د معلوماتو په اساس ترتیب او خپور شوی چې په واقعي بڼه د ملکي مرګ ژوبلې قضيې نه دي په کې په ګوته شوي. طالبانو یو ځل بیا په هېواد کې د ملکي مرګ ژوبلې اصلي او عمده عامل په عامه کلیو، کورونو او ملکي ځایونو باندې د افغان ځواکونو بمبارۍ یادې کړې او د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ وروستۍ پېښه یې د بېلګې په توګه یاده کړې ده. وړاندې تر دې یوناما دفتر د ملکي مرګ ژوبلې په اړه خپل وروستي راپور کې د ملکي تلفاتو زیاته پړه پر طالبانو اچولې وه.
































