د لوګر ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې یې د څه باندې یو میلیون افغانیو په ارزښت ۵ ټنه تاریخ تېره توکي سوځولي دي. د یاد ریاست د مالوماتو له مخې دغه تاریخ تېره توکي یې په تېرو ۲ میاشتو کې د لوګر ولایت د پلم عالم ښار له دوکانونو څخه را ټول کړي وو، چې د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لورې سوځول شوي دي. دغه ریاست په یاد ولایت کې له سوداګرو، صنعتکارانو او هټيوالو څخه غوښتي دي، چې نور باید د تاریخ تېره او بې کیفیته توکو له پېر او پلور څخه ډډه وکړي. د یادولو وړ ده، چې په لوګر ولایت کې تردې وړاندې هم ۲۳ ټنه تاريخ تېره او بې کیفیته توکي سوځول شوي وو.
































