د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام یو ان ډي پي د افغانستان په شپږو ولايتونو کې نږدې دوه زره هکتاره ځمکه د باغونو لپاره چمتو کړې ده. د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې ویلي چې دوی په کندهار، بادغیس، ننګرهار، لغمان، فراه او بلخ ولایتونو کې د مېوې باغونه جوړ او چیله بندي کړي. دې پروژې د بڼوالۍ د بنسټیزو وسایلو، کیمیاوي سرې، اصلاح شوو تخمونو او د طبیعي آفتونو وژونکو موادو د ویشلو سربیره، یو شمیر بڼوال روزلي هم دي. یو ان ډي پي وايي، کروندګرو د ښو نتایجو په لاسته راوړلو او راتلونکي په اړه په ډاډ سره د کوکنارو کرنه بنده کړې ده.
































