بلخ کې د موسمي جامو د تولید یوه کارخونه کې شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د دغې فابریکې مسوول وايي، چې د دوی تولیدات د کیفیت له پلوه له وارداتي محصولاتو سره سیالي کولی شي. د موسمې جامو د تولید یاده کارخونه د بلخ ولایت د یو صنعت کار لخوا په مزار شریف ښار کې پرانیستل شوې ده، چې د کورنیو بازارونو د پوښښ تر څنګ یې شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده. د کارخونې مسوول په هېواد کې دننه د خامو موادو له کمښت څخه سر ټکوي او د سرپرست حکومت له مسوولینو او د هېود له سوداګرو څخه غواړي، چې په افغانستان کې دننه د خامو موادو د تولید په برخه کې هڅې وکړي او خصوصي سکټور ته زمینه برابره کړي، تر څو هېواد په دغه برخه کې پر ځان بسیا شي.
































