د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍکې د پاکو اوبو رسولو د شپږ شبکو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د ننګرهار د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، دغه شبکې د کډوالۍ نړیوالې ادارې د یو میلیون افغانیو په مالي لګښت د یادې ولسوالۍ په راغه، شګۍ، اوبلن، پړانګ درې، غوړکي او قصابه سیمو کې، چې د پایپونو، ذخیرې او لمریزې برېښنايي تختې یې زیانمنې شوې وې بیا ور غول شوې او په سیمه ۱۷۵۰ کورنۍ یو ځل بیا له پاکو اوبو برخمنې شوې.
































