د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونیسف د اسیا پرمختیايي بانک په مالي ملاتړ او د روغتیايي پرمختګ موسسې په تطبیق، هلمند کې روغتیايي مرکزونو سره د ۸۳۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي او غیرېطبي توکو مرسته وکړه. ځايي مسوولین وايي، په دغو مرستو کې ۶ عرادې بیاځلې ترمیم شوي امبولانسونه، ۷۹ موټرسایکلونه، ۲۲۴ طبي المارۍ او څوکۍ، د ۱۹ روغتیايي مرکزونو لپاره د سولر برېښنا سېسټم، د ۱۸ روغتیايي مرکزونو لپاره کمپوټرونه او نور بېلابېل توکي شاملېږي. هلمند کې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې ولایتي مسوول محمدذاکر اینوا وویل، د دغو مرستو له لارې به ۲۰۲۴ کال کې هلمند کې د شته روغتیایي مرکزونو په مټ معیاري خدمات وړاندې شي. په ورته مهال د هلمند مسوولین وايي، د یونېسف له لوري د طبي او غیرطبي وسایلو شوې مرسته به تر یوه ځایه لرو پرتو سیمو کې روغتیايي ستونزې حل کړي.
































