د فاریاب ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو خبر ورکړی دی، چې د یاد ولایت په مرکز میمنه کې د ۵ کانالونو د جوړولو چارې پيل شوې دي. د یاد ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه کانالونه د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په مالي ملاتړ جوړېږي. د دې کانالونو د جوړولو په چارو کې ۱۰۰ کسانو د کارزمینه برابره شوې، چې د ۲۰ کاري ورځو په ترڅ کې به هر کس ته ۱۰۰ ډالر ورکړل شي. د یادولو وړ ده، چې د دغو کانالونو د جوړولو موخه د کرنیزو اوبو مدیریت او د اوبو د بې ځایه مصرف څخه مخنیوی دی.
































