د ننګرهار کانال شرکت مسوولین د دغه ولایت د درېیم فارم ۹۴ نمره ځمکه باندې پر ۵۰ جریبه ځمکه د مالټو بڼونو د جوړولو خبر ورکوي. د ننګرهار کانال شرکت مسوولینو ویلي، چې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د یاد شرکت له لوري پر ۱۸ زره او ۲۰۰ جریبه ځمګه د مالټو نوې بڼونه جوړې شوې دي، چې ورسره په دې ولایت کې د ستروسو د حاصلاتو کچه هم زیاته شوې ده. مسوولینو ویلي، چې د مالټو د بڼونو جوړولو موخه هېواد د ستروسو مېوو له اړخه پر ځان بسیا کول او په ټوله کې د ستروسو بڼونو ترویج او خلکو ته د کار زمینه برابرول دي. یاد بڼونه د خصوصي سکټور په همکارۍ جوړېږي، چې ورسره لسګونو کسانو ته په مستقیم او سلګونو کسانو ته په غیرې مستقم ډول د کار کول زمینه برابريږې.
































