افغانستان، چین، پاکستان او نیپال په څلور اړخیز کنفرانس کې په سیمه کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دې څلور اړخیز ویډيويي کنفرانس کې د څلورو واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو برخه اخیستې وه. دوی په کنفرانس کې په سیمه کې د روان وضعیت تر څنګ د کرونا پر وړاندې پر مبارزه او اقتصادي همکاریو خبرې کړې دي. چین ویلي دوی له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي پراختیا او کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې همکاري کوي. د چین د بهرنیو چارو وزیر همدا راز ټینګار کړی چې په سیمه کې دې اقتصادي فعالیتونه بېرته پيل شي او په دې توګه دې د کرونا وبا منفي اغېز راکم کړل شي. څلورو واړو هېوادونو د اړیکو پر لا پراختیا او پیاوړتیا هم خبرې کړې دي.
































