ځینې سوداګر یو ځل بیا له سرپرست حکومته غواړي چې په کراچۍ بندر کې د دوی بندپاتې توکي راخوشې کړي. دوی دغه راز غوښتنه کوي چې د هېواد په بندرونو کې د ټرانسپورټ کمېسیون لغوه او په بانکونو کې د ځینو سوداګرو کنګل شوې پیسې راخوشې شي. یو شمېر نور سوداګر بیا له سوداګرۍ او پانګونې خونې او د سوداګرو له ټولنې غواړي چې له دوی سره همکاري وکړي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا ډاډ ورکوي چې هڅې رواني دي څو سوداګرو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي. تر دې وړاندې، سرپرست حکومت ويلي و چې د پاکستان په کراچۍ بندر کې د ټرانزیټي توکو د پاتې ۴۵۰ کانټینرونو د راخوشې کولو لپاره هڅې دوام لري.
































